1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

رپوټونه: بريتانيا لومړی داوطلبه مهاجر روانډا ته ولیږه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

بريتانيا د داوطلبانه طرحې په چوکاټ کې لومړی رد شوی مهاجر روانډا ته ولېږه. داوطلبانه طرحه د حکومت له اجباري اخراجونو جلا پروګرام دی. یاد کس چې ۳۰۰۰ پونډه ېې ترلاسه کړي په یو تجارتي پرواز کې تللی.

https://p.dw.com/p/4fOjB
Großbritannien| Migranten im Ärmelkanal
انځور: Jordan Pettitt/PA Wire/empics/picture alliance

بریتانوي رسنيو د سه شنبې په ورځ وويل چې دغه هیواد د داوطلبانه طرحې په چوکاټ کې لومړنی مهاجر روانډا ته واستاوه.

دغه اقدام د مهاجرت جنجالي قانوني تر تصويبیدو یوه اوونۍ وروسته کيږي، چې حکومت ته اجازه ورکوي تر څو هغه مهاجر چې په بریتانیا کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري د شرقي افریقا هېواد روانډا ته اخراج کړي.

 یاد هېواد ته تر اخراج وروسته دغه مهاجر نشي کولی بېرته بريتانيا ته راستانه شي.

خو داوطلبانه طرح د حکومت د اجباري اخراجونو له پروګرامه یوه جلا طرحه ده، کوم چې هدف يې دانګلیس کانال له لارې په وړو کښتیو کې د هغو مهاجرو مخنيوی دی چې غواړي بریتانیا ته ځانونه ورسوي.

د صدراعظم ریشي سوناک حکومت د پلان له مخې، تمه ده چې د دغه قانون عملي کېدل په جولای میاشت کې پيل شي.

په عین وخت کې یو نارینه چې نوم ېې نه دی ښودل شوی، د حکومت د داوطلبې طرحې په چوکاټ کې د لومړني کس په توګه بريتانيا پرېښې او روانډا ته روان شوی دی. د «دي سن» په نوم ورځپاڼې ويلي چې دغه کس په یو تجارتي پرواز کې ولاړ.

د رسنیو د رپوټونو پر اساس دغه کس د ۳۰۰۰ پونډو تر وړانديز وروسته دغه کار کړی. دا ډول مالي مرستې د دغې جلا طرحې يوه برخه ده.

ګڼو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې دغه شخص وروسته له هغې چې تېرکال ېې د پناه غوښتنې عریضه رد شوه، دې ته حاضر شو چې کیګالي ته واستول شي. د دغه شخص په هکله ويل شوي چې هغه د روانډا نه دی خو د «افریقايي سیمې» دی.

له ولس سره د بریتانیا د صدراعظم ريشي سوناک له شوو پنځو ژمنو یوه ېې «د کښتيو مخنیوی» ده. هغه وړې کښتۍ چې مهاجر پکې د انګلستان کانال له لاري بريتانيا ته ځانونه رسوي.

د حکومت یو ویاند وويل: «موږ اوس کولی شو د خپل مهاجرت قانون او د اقتصادي پراختیا مشارکت پر اساس مهاجر روانډا ته واستوو.»

ویاند زیاته کړه: «دغه هوکړه په بريتانيا کې د مهاجرت په شرایطو نابرابر افرادو ته اجازه ورکوي چې په یو دريم ګړي امن هېواد کې هستوګن شي او د خپل ژوند د بېرته جوړولو له پاره به يې ملاتړ کيږي.»

خو د حکومت د اجباري اخراج پلان د ملګرو ملتونو سازمان او بشري سازمانونو له خوا تر نیوکو لاندې راغلی دی.

د دوشنبې په ورځ د بریتانیا د حکومت یو سند وښوده چې له دغه هيواده به روانډا ته لېږونکو مهاجرو لومړنی پرواز د هغو ۵۷۰۰ اخراجیدونکو مهاجرو له ډلې وشي چې ګيګالي ېې د منلو موافقه کړې ده.

د روان کال له پيل راهیسې بريتانيا ته تر ۷۰۰۰ ډېر مهاجر رسيدلي دي چې د کال په لومړي فصل کې یې ېو لوړ ريکارډ جوړ کړی.

روانډا د ۱۳ میلیونه نفوس په لرو ادعا کوي چې په افریقا قاره کې د مهاجرو له پاره یو تر ټولو باثباته هېواد دی او د عصري زیربناو ېې ستاینه کيږي.

خو د بشري حقونو سازمانونه بیا د روانډا ولسمشر پاول کګامه، بیا د بېرې فضا پر رامنځ ته کولو او د خپلو مخالفانو او بیان آزادۍ پر ټکولو تورونوي.

Mks/nz/dvv/sms/ (AFP, dpa, Reuters)

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل