1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

م.م: د شيکاگو په کنفرانس کې دې له افغانستان سره قوي ژمنه وسي

«طالبان د پاکستان بې یونیفورمه پوځ دئ»

د فیس بوک ونډو د خلکو توقعات پوره نه کړل

د المان د مالیې وزیر ژوند ته یوه لنډه کتنه

د شیکاگو غونډه د افغان مطبوعاتو مهمه موضوع

اوباما د سپما پر ځای د اقتصادي ودې غوښتونکی دئ

لنډ خبرونه

  • په کابل کې د کتابونو نندارتون

    د کتابونو د اونۍ په مناسبت، د کتابونو چاپوونکو په کابل کې د کتابونو یو نندارتون جوړ کړ. دغه نندارتون چې د سه شنبې په ورځ پیل شوی وو پکښې علمي، ادبي او فرهنگي کتابونه نندارې ته وړاندې کړای شوي وو. په پام کې ده چې د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم دغسې نندارتونونه، نندارۍ ته وړاندې شي.

  • په کابل کې د کتابونو نندارتون

    د ایران د کتابونو په نندارتون کې د افغانستان د کتابونو غرفه په دې وتوانیدله چې لومړنی مقام خپل کړي. په اوس وخت کې د افغانستان دولت د کتابونو د نندارتونونو په جوړولو کې په کابل او نورو ولایتونو کې د کتابونو د چاپوونکو سره مرسته کوي.

  • په کابل کې د کتابونو نندارتون

    د دغه نندارتون گډون کوونکو د دغه کار هر کلی کړی دئ، خو یو شمیر کسان بیا وایي چې په دې نه دي توانیدلي چې د خپلې خوښې کتابونه په لاس راوړي.

  • په کابل کې د کتابونو نندارتون

    اکثره په هغه ولایتونو کې چې امنیتي شرایط مساعد وي دغسې نندارتونونه جوړیږي. په عینې وخت کې په مزار شریف، کاپیسا او پروان کې د کتابونو نندارتونونه، نندارۍ ته وړاندې شوي دي.

  • په کابل کې د کتابونو نندارتون

    د کتابونو چاپوونکي وایي چې تصمیم لري د کتابونو نندارتونونه، د تخار، هرات، پکتیا، ننگرهار او د کندهار په ولایتونو کې هم نندارۍ ته وړاندې کړي.

  • په کابل کې د کتابونو نندارتون

    په افغانستان کې د کتابونو د لوستلو فرهنگ ډیر معمول نه دئ او په همدې دلیل د کتابونو نندارتونونه کله نا کله جوړیږي. خو دې وروستي نندارتو یو زیات شمیر مراجعین لرل.

  • په کابل کې د کتابونو نندارتون

    په مجموع کې ۲۶ د کتابونو چاپوونکې د دغې ټولنې غړیتوب لري. د دغه نندارتون لیدونکي وایي چې په نندارتون کې ایښودل شوي کتابونه په بازار کې د خرڅیدونکي کتابونه څخه ارزانه نه دي.

  • په کابل کې د کتابونو نندارتون

    د هغو لیکوالانو کتابونه چې په دغه نندارتون کې نندارۍ ته وړاندې شوي ول، وایي چې په افغانستان کې د تیر وخت په پرتله د کتابونو د لیکلو په برخه کې یو څه ښه والی راغلی دئ، خو بیا هم له یو شمیر ستونزو سره لاس او گریوان دي.

  • په کابل کې د کتابونو نندارتون

    په افغانستان کې محصلان د منابعو د کمښت سره مخ دي. عامه کتابتونونه معمولا د ورځنې غوښتنې سره سمې منابع نه لري او محصلین هم دا توانایي نه لري د خپل ضرورت وړ منابع د شخصي کتابتونونو څخه راونیسي.

  • په کابل کې د کتابونو نندارتون

    د لیکوالانو اقتصادي ضعف او د آثارو د چاپ له پاره د دولتي مطبعو نه شتون له هغو ستونزو څخه دي چې افغان لیکولان ورڅخه یادونه کوي.

د آلمان ږغ راډيو پښتو خپروني